
دلوبغاړو په اړه
سټېو سمت د هند پر وړاندې درېمه یو ورځنۍ لوبه کې د اېم اېس ډوهني غوندې ورته شاټ ووهه
د اسټرالیا او هند ترمنځ وروستۍ یو ورځنۍ لوبه د یکشنبې په ورځ د هند کریکټ ملي لوبډلې په بریا پایته ورسېده د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي سټېو سمت د هند پر وړاندې ۱۳۱ سترې منډي وکړي خو د سټېو سمت هڅې بې پایلې وي او هند په اووه ویکیټو اسټرالیا ته ماتې ورکړه.

سمېټ د سیلزې ترڅنګ د هند توپ وهونکي نودېپ سیني پر وړاندې یو هلیکوپټر شاټ ووهه چې دغه شاټ پر ټولنېزو رسنیو خپور شوي دی چې لیدل کېږي دا شاټ د اېم اېس ډوهني شاټ ته ورته دی او دغه شاټ یې د چورلکې په نوم ونوموه. خو د سمت هڅې ناکامې وې او لوبډلې یې ماتې ومنله.
د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې هند خلاف په درېمه او وروستۍ لوبه کې لومړۍ توپ وهنه وکړه چې له لوري یې مارنس لیبشوچین ۵۴ او سټېو سمت ۱۳۱ منډي وکړي.