نړیوال کریکټ

رسیل ډومینګو: محمد الله په نړیوال جام کې د بنګله دېش لوبډلې لوبډلمشرې کوي

د بنګله دېش روزنکي رسیل ډومینګو رسنیو سره په خبرو کې وویل، چې راتلونکي نړیوال جام کې به محمد الله د بنګله دېش لوبډلې لوبډلشمرې پر غاړه ولري همدغه راز د جنورۍ پر ۱۹مه نیټه د بنګله دېش له لوري د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ کې محمود الله لوبډلمشر اعلان کړی دی، د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر شکیب الحسن چې د آي سي سي له لوري پرې د نړیوالو لوبو لپاره یو کال بندېز ولګول شو نو په همدې اساس لوبډلمشرې د محمدالله پر غاړه ده.

ډومینګو وویل، چې زه امید لرم چې محمدالله به په راتلونکي نړیوال جام کې لوبډلمشري وکړي زه د هغې ملاتړ یم، هغه یو تجربه او مسلکي لوبغاړی دی. د پاکستان پر وړاندې به بنګله دېش لومړی شل اورېز سریز ترسره کړي ورپسې به لومړۍ ټېسټ لوبه د فبرورۍ له ۷مې نیټې څخه په راولپنډۍ کې ترسره کیږي او ورپسې به یوه ورځنۍ لوبه د اپریل په ۳مه په کراچۍ کې ترسره کیږي. وروستۍ ټېسټ لوبه به د اپرېل له ۵ مې نیټې په کراچۍ کې پیل شي.
د بنګله دېش روزونکي د سومیا سرکار ستاینه هم وکړه، او دوی هیله لري چې هغه به د پاکستان خلاف ښه وځلیږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې