نړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ وایي پاکستان ته لومړۍ خپل امنتي ساتوونکي لیږو

د بنګله دیش کرکټ بورډ مشر ( نظم الحسین) په شیره بنګله لوبغالي کې خبریالانو ته وویل  مونږ پاکستان هیواد ته د پرمختللی امنیت ټيم لیږو تر څو د بنګله دیش کرکټ لوبډلې څخه مخکي د پاکستان د ملي امنیت د منسوبینو سره وګورې  د بنګله دیش هیواد د  NSI استخبارتي غړي چې په لوړه کچه په دغه هیواد کې شهرت لري پاکستان ته به په سفر کې موجود وې  نظم الحسین زیاتوي دپاکستان هيواد پر امنیت پوره باور مند دی خو د لوبغاړو د خوندیتوب لپاره باید پوره دلایل ترلاسه کړي   پاکستان کرکټ بورډ هڅه کوي چې یو ځل بیا د ټولو لوبډلو باور پر ځان زیات کړي او پاکستان هيواد ته یې را وغواړي خو ځنې لوبډلې تګ ته زړه ښه کوي او نوري یې هیڅ د منلو وړ نه بولې   پاکستان کرکټ لوبډله او بنګله دیش کرکټ لوبډله په همدې کال کې درې شل اوریزه یوه پنځوس اوریزه او دوه ټیسټ لوبې لري   بنګله دیش کرکټ لوبډله به د شل اوریزو لوبو وروسته خپل هیواد ته سفر کوي او بیا به د یوټیسټ لپاره بیا راستنیږي دغه سیالی په درې برخو کې تر سره شی

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې