نړیوال کریکټ

ایرلنډ او وېسټ انډېز شل اورېزو لوبو سیریز ۱-۱ مساوي پایته ورسوه

کوربه وېسټ انډېز میلمه ایرلنډ ته په ۹ ویکیټو سترې ماته ورکړه د وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پريکړه وکړه ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۱۹.۱ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۸ منډي وکړي. د ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې لپاره توپ وهنه کې کیون اوبراین ۱۸ توپونو ۳۶ منډي وکړي چې تر نورو ښه وځلېد.

د وېسټ انډېز له لوري توپ اچونه کې ډیوین براوو او کېرون پولارډ درې درې لوبغاړي وسوځول. وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له لوري ټاکل شوي هدف په ۱۱م اور کې یوازې د ۱ لوبغاړي په زیان سره بشپړ کړ او سیالۍ یې ور څخه د ۹ لوبغاړو په شتون کې وګټله.
د وېسټ انډېز له لوري توپ وهنه کې لینډل سېمنز ۹۱ ناسوځیدلې او ایون لیوس ۴۶ منډي وکړي. د ایرلنډ له لوري توپ اچونه کې یوازې پال سټرلینګ ۱ لوبغاړی وسځوه او د ایرلنډ کوم بل توپ اچونکی په دې ونه توانېد چې د وېسټ انډېز توپ وهونکي له مخې پورته کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې