
انګلیستان په ۵۳ منډو سوېلي افریقا ته په ټېسټ لوبه کې ماتې ورکړه
د انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې په دریمې ټېسټ لوبې کې سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې ته په ۵۳ منډو ماتې ورکړه. د دغې لوبې پچه انګلیستان کریکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه انګلیستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۱۵۲ اورنو په لوبولو سره د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۴۹۹ منډي وکړي، چې د انګلیستان لخوا توپ وهنه کې بین سټوکس ۱۲۰ او اولي پوپ ۱۳۵ منډي وکړي چې په هدف ټاکلو کې یې مهم رول ولوبوه.

د سوېلي افریقا له لوري توپ اچونه کې کیشیو مهاراج ۵ مهم لوبغاړي وسځول. د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډلې د ۴۹۹ منډو په تعقیب لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۹ منډي وکړي چې له لوري یې کوینټن ډیکاک ښه وځلید نوموړي په لومړۍ پاڼۍ کې ۶۳ منډي وکړي خو د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله په دوهمه پاڼۍ کې بیا هم بریالۍ نه شوه او د انګلینډ کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوي هدف یې بشپړ نه کړ او سیالۍ یې په ۵۳ منډو وبایلله د سوېلي افریقا کریکټ ملي لوبډله په دوېمه پاڼۍ کې د ۸۸.۵ اورنو په لوبولو سره د ټولو لوبغاړو په زیان ۲۳۷ منډي بشپړي کړي او د انګلینډ لوبډلې له لوري ټاکل شوي هدف ته یې ځان ونه شوه رسولی.
د سوېلي افریقا له لوري په دوېمه پاڼۍ کې کیشیو مهاراج ۷۱ سترې منډي جوړي کړي چې تر نورو ښه وځلید. د انګلینډ له لوري په توپ اچونه کې بیا جي روټ ۴ او مارک ووډ ۳ لوبغاړي وسځول.