نړیوال کریکټ

اسټرالیا نولس کلنو نجریا ته په ۱۰ ویکیټو ماتې ورکړه

د اسټرالیا نولس کلنو ملي لوبډلې په نولس کلنو نړیوال جام روانو سیالیو کې د نجریا لوبډلې ته په ۱۰ ویکیټو ماتې ورکړه د دغې لوبې پچه د نجریا لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. د نجریا لوبډلې په ۳۰.۳ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۶۱ منډي وکړي چې له ډلې یې یوازې یلجا ۲۲ سترې منډي جوړي کړي.

د اسټرالیا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له لوري تنوېر ۵ ویکیټې ترلاسه کړي چې د نجریا لوبډله یې له ستونزو سره مخ کړه. د اسټرالیا نولس کلنو ملي لوبډلې په ۷.۴ اورنو کې د لسو لوبغاړو په شتون کې یاد هدف بشپړ او سیالۍ وګټله. د اسټرالیا له لوري سام ۳۰ ناسوځیدلې او جېک ۲۳ ناسوځيدلې منډي جوړي کړي.
د نولس کلنو په نړیوال جام کې به افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله خپله دوېمه لوبه له متحده عربي اماراتو سره راتلونکي چهارشنبه ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې