نړیوال کریکټ

هند له اسټرالیا د یو ورځینو لوبو لړۍ په خپل نوم کړه

میلمه اسټرالیا د کوربه هند له لوري په وروستۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ومنله او د یو ورځینو لوبو لړۍ کوربه هند په خپلې بریا سره پایته ورسوه هند اسټرالیا ته په ۷ ویکیټو ماتې ورکړه. د لوبې پچه په پیل کې اسټرالیا وګټله او لومړۍ یې توپ وهنې پرېکړه وکړه، د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۲۸۶ منډي جوړي کړي، چې د اسټرالیا لپاره سټیو سمېت سترې ۱۳۱، مارنېس ۵۴ او الېکس کیري ۳۵ منډي وکړي.

د هند لخوا په توپ اچونه کې محمد شامي ۴، روېندرا جدېجا ۲، همدغه راز نودېپ ثنا او کلدېپ یادو ۱-۱ لوبغاړی د اسټرالیا خلاف وسځوه. د اسټرالیا له لوري ټاکل شوي ۲۸۶ منډو هدف کوربه هند په ۴۷.۳ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او د ۷ ویکیټو په شتون یې بریا ترلاسه کړه، د هند له لخوا په توپ وهنه کې روهېت شرما ۱۱۹ سترې منډي وکړي همدغه راز لوبډلمشر وېرات کوهلي هم نیمه سیلزه ووهله نوموړي ۸۹ منډي وکړي.
د اسټرالیا له لوري توپ اچونه کې جاش هیزلوډ، اشتون اګر او ادم زمپا هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسځوه خو لوبډلې یې بریا ترلاسه نه کړه. د یادونې وړ ده چې په ننۍ سیالۍ کې روهېت شرما د یو ورځینو لوبو په دوام ۹۰۰۰ منډي جوړي کړي او لوبډلمشر وېرات کوهلي بیا د هند لپاره درېم لوبډلمشر شو چې د لوبډلمشرۍ په دوران کې یې ۵۰۰۰ منډي بشپړې کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې