دلوبغاړو په اړه

روهېت شرما ۹۰۰۰ منډي په یو ورځنیو لوبو کې بشپړې کړي

د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړي توپ وهونکي رهېت شرما نن په روانه درېمه یو ورځنۍ لوبه کې د اسټرالیا پر وړاندې په خپل یو ورځنیو لوبو جدول کې ۹۰۰۰ منډي بشپړې کړي چې له پخواني لوبغاړي ټنډولکر او سوراو ګنګولي څخه په لېست کې مخکې شو روهېت شرما نن د اسټرالیا خلاف سیالۍ کې شتون لري لومړۍ کې داسې انګرنې موجودې وي چې ګواګې نوموړی به د ټپونو له امله له لوبډلې سره ګډون ونه کړي.

روهېت شرما نن یکشنبه د هند په چنهسوامي لوبغالي کې د اسټرالیا پر وړاندې ۹۰۰۰ منډي بشپړې کړې او د هند کریکټ پخوانیو لوبغاړو څخه مخکې شو او د هغوی ریکارډونه یې مات کړ روهېت شرما چې د نړۍ سترو توپ وهونکو څخه شمېرل کېږي او د هند لپاره په توپ وهنې برخه کې ښه ځلیږي.
د اسټرالیا او کوربه هند ترمنځ درېمه یو ورځنۍ لوبه دوام لري د دواړو لوبډلو ترمنځ د یو ورځینو لړۍ دا مهال یو پر یو مساوي ده نن که هره یوه لوبډله بریالۍ کېږي نو د یو ورځینو لوبو لړۍ به په خپل نوم سره پایته رسوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې