دلوبغاړو په اړه

د هند لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي د ۵۰۰۰ منډو په جوړولو سره ګړندی کپتان پاتې شو

د هندوستان او د سوېلي افریقا په دریمه روانه یو ورځنۍ لوبه کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر وېرات کوهلي د هند کریکټ ملي لوبډلې پخوانې لوبډلمشر اېم اېس ډوهني ریکارډ مات کړ کوم چې لوبډلمشر وېرات کوهلي یواځې ۱۷ منډو ته اړتیا درلوده تر څو د اېم اېس ډوهني ریکارډ مات کړي هغه د ۵۰۰۰ منډو په جوړولو سره ګړندی کپتان پاتې شو.

د یادونې وړ ده چې د لوبډلمشر وېرات کوهلي دغه ریکارډ په ۸۱ اننګزونو کې ترلاسه کړ مګر پخواني لوبډلمشر اېم اېس ډهني دغه ریکارډ په ۱۲۷ اننګزونو کې ترلاسه کړی وه چې دلته هم ترې لوبډلمشر وېرات کوهلي مخکښ دی همدغه راز د اسټرالیا ریکي پونټینګ بیا په ۱۳۱ اننګزونو کې بشپړ کړی دی چې په لېست کې دريم ځای لري.
یادولو ده چې روهېت شرما په یو ورځینو لوبو کې نن د اسټرالیا خلاف ۵۰۰۰ منډي بشپړې کړي او وېرات کوهلي بیا د اېم اېس ډوهني ریکارډ مات کړ ننۍ لوبه د دواړو لوبډلو لپاره برخلیک ټاکونکي ده ځکه که هره لوبډله سیالۍ ګټې نو یو ورځینو لوبو لړۍ به په خپل نوم سره پایته ورسوي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې