نړیوال کریکټ

د سدېس ویر هر اړخېز فعالیت هند نولس کلنو لوبډله د سریلانکا پر وړاندې بریالۍ کړه

د هند کریکټ ملي لوبډلې نن د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې څخه د یو ورځنۍ لوب لړۍ په خپلې بریا سره پایته ورسوه همدغه راز د هند نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په انډر ۱۹ نړیوال جام کې بیا د سریلانکا نولس کلنو ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه د لوبې پچه سریلانکا وګټله او توپ اچونې پرېکړه یې وکړه.

هند نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۷ سترې منډي جوړي کړي، چې له ډلې یې یاشسیو جایسوال ۵۹، پریم ګارګ ۵۶، دھرو جوریل ۵۲ ناسوځیدلې او همدا راز راؤنڈر سدېش ۴۲ ناسوځیدلې منډي وکړي او سیالې لوبډلې ته یې یو ستر هدف وټاکه.
د سریلانکا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ځواب کې یوه ناکامه توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه او د هند نولس کلنو توپ اچوونکو تر ښکار لاندې راغله سریلانکا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ټاکلو پنځوس اورنو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۷ منډي وکړي او لوبه یې هند نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته په ۹۰ منډو توپېر سره وبایلله، د سریلانکا له لوري رویندو راسنتھا ۴۹، ناپون ډنینجا ۵۰ سترې منډي وکړي خو لوبډله یې تر بریا ونشوه رسولی.
هند نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې روی رویشني، سدېس ویر او آکاش سېنګ ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې