نړیوال کریکټ

انډر ۱۹ نړیوال جام: بنګله دېش، محتده عربي اماراتو او وېسټ انډېز پیل په بریا سره وکړ

د نولس کلنو نړیوال جام ۱۷م جنورې په سوېلي افریقا کې د سوېلي افریقا په کوربه توب پیل شو چې کوربه سوېلي افریقا له افغانستان څخه په پراینستې لوبه کې ماتې وخوړه تېره ورځ په نولس کلنو نړیوال جام کې څلور لوبې ترسره شوي چې له هر ګروپ څخه یوې یوې لوبډلې سیالۍ وکړي خو جاپان چې لومړی ځل لوبېږي دغه ټورنامینټ کې لومړۍ لوبه یې د نیوزیلنډ پر وړاندې د باران له امله بې پایلې اعلان شوه او دواړو لوبډلو ته یوه یوه نمره ورکړل شوه. د وېسټ انډېز نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې د اسټرالیا نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته په درې ویکیټو سترې ماتې ورکړه د لوبې پچه اسټرالیا وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه وکړه چې ټولو.لوبغاړو په سوځېدو یې ۱۷۹ منډي جوړي کړي د اسټرالیا توپ اچوونکو سخته هڅه وکړه چې د وېسټ انډېز نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې پر وړاندې بریالۍ نه شوه او وېسټ انډېز یاد هدف په ۴۶م اور کې بشپړ کړ او لوبه یې په درې ویکیټو وګټله.
بنګله دېش او زمبابوې که څه هم د باران له امله لوبه څه اغېزمنه شوه خو په هر صورت، د زمبابوې نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ۲۸.۱ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۷ منډي جوړي کړي چې بنګله دېش نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې دغه لوبه د D/L میتود له لاري وګټله.
متحده عربي اماراتو بیا په لومړۍ لوبه کې په ډي ګروپ کې کاناډا ته ماته ورکړه چې په ډي ګروپ کې یوه لوبه افغانستان ګټلي او بله لوبه بیا متحده عربي اماراتو ګټلي ده جالبه ده چې راتلونکي چهارشنبه به محتده عربي امارات له افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې سره مخ شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې