دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کاګیسو رباډا باندې د یوې نړیوالې لوبې بندېز ولګېد

د سوېلي افریقا لوبډلې پیاوړي لوبغاړي کاګیسو رباډا باندې د آي سي سي (کریکټ نړیوالې شورا) له لوري د یوې نړیوالې سیالۍ بندېز ولګېد، پر نوموړي یاد بندېز وروسته له هغې ولګول شو چې د آي سي سي د کړنالرې لومړۍ درجې سر غړونې ادغاوې پرې ترسره شوي.
په ورته وخت کې د یو شمېر نړیوالو لوبغاړو د اي سي سي د دغې پریکړې مخالفت کړی دی، او د اي سي سي پر وړاندې یې لاریون کړی دی. دغه تېز توپ اچونکي د پیاوړي توپ وهونکي جي روټ مخې ته چیغې ووهلې او دغه کړنه اوس د نوموړي لپاره خورا سخته تمامه شوه.
اي سي سي دغه ډول کړنې بیا د خپلو اصولو پر وړاندې د سر غړونې په ډول بولي او له همدې امله یې زیات شمېر لوبغاړو باندې د لوبې بندېز او نغدي جریمه لګولي وي اند دا چې ځینې لوبغاړي یې د تل لپاره د نړیوالو سیالیو څخه بې برخې کړې دي په همدې اساس اوس کاګیسو رباډا د میچ ۱۵٪ جرېمه کړ او د هغه نوم ته یې د پام وړ ټکی اضافه کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې