نړیوال کریکټ

مشفق الرحیم وایي کورنۍ اجازه نه ورکوي چې پاکستان ته سفر وکړي

د بنګله دیش ویکټ ساتونکي بیټسمین مشفق الرحیم په رسمي ډول د پاکستان راتلونکي سفر څخه ځان ګوښه کړ دبنګله دیش کرکټ بورډ عملیاتي مشر ( اکرام خان) وویل مونږ یو لیک تر لاسه کړې چې هغې کې مشفیق لیکلي و زه د خپلې کورنۍ لپاره پاتي کیږم او ماته مې کورنۍ هيڅ اجازه نه راکوي چې د پاکستان په سفر کې د بنګله دیش لوبډلې غړی شم
مشفیق الرحیم د بي پي ایل سیالیو د پای لوبې څخه مخکي په خپلو خبرو کې وویل زه دپاکستان په سفر کې د بنګله دیش کرکټ لوبډلې ملګری نه یم ځکه ماته مې کورنۍ اجازه نه راکوي چې پاکستان ته سفر وکړم


مشفیق دا هم وویل چې هغه د
PSL
راتلونکی فصل کې د لوبو لپاره نوم لیکنه نه ده کړې
پاکستان ته هیڅ کوم بهرني کوچ زړه نه ښه کوي تر څو د بنګله دیش لوبډلې سره سفر وکړې په دغه روزونکو کې ، چیمپکا ، د بنګله دیش د تیز بالینګ روزونکی،د سپین بالینګ مشاور ډینل ویټوري، د فیلډینګ کوچ رین کوک، او بیټبینګ کوچ نيل مک کینزې، نه غواړي پاکستان ته سفر وکړي د ډا کټرانو په برخه کې به سویلي افریقایي، جولیان کیلافاتو، د پاکستان سفر ته چمتودی داسې انګیرل کیږي چې سهيل اسلام به د دې سفر په جریان کې دسپین بالینګ مشري پرغاړه ولري ځکه په بهرنيو روزونکوکې یو هم هم پاکستان ته د تګ لپاره چمتو نه دي
بنګله دیش د جنوري او اپریل ترمینځ په پاکستان کې درې T20Iدوهه ټیسټ او یو ورځنۍ لوبه کوي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې