لیګونه

راج شاهي رایلز د BPL لیګ اتلولي ترلاسه کړه

وړمه ورځ د جنورۍ په ۱۷ مه نیټه د بنګله دېش تجارتي لیګ پایلوبه د راج شاهي رایلز او د کولنا ټاېګرز ترمنځ ترسره شوه چې د راج شاهي رایلز لوبډلې د انډ رسیل په لوبډلمشرۍ سره د بي پي ایل لیګ اتلولي ترلاسه کړه. د لوبې پچه کولنا ټاېګرز لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د راج شاهي رایلز لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۰ منډي جوړي کړي، چې له ډلي یې عرفان شکور ۵۲ او محمد نواز ۴۲ ناسوځیدلې منډي وکړي.
د کولنا ټاېګرز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې محمد عمر ۲، او شهادل اسلام او روبابي ۱-۱ لوبغاړی وسځوه. د کولنا ټېګرز لوبډلې یاد هدف بشپړ نکړ او سیالۍ یې په ۲۱ منډو راج شاهي رایلز لوبډلې ته وبایلله د کولنا لوبډلې په ټاکلو شل اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډي جوړي کړي چې له ډلي یې شمس الرحمن ۵۲ سترې منډي جوړي کړي. د راج شاهي رایلز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې محمد عرفان، کمارل اسلام او انډر رسیل ۲-۲ همدغه راز محمد نواز او اوبو جاید ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
د یادونې وړ ده چې د پایلوبې او د ټول لیګ د غوره لوبغاړي جایزه وېسټ انډېزي لوبغاړي انډر رسیل ترلاسه کړه. په بي پي ایل لیګ کې د نورو لوبغاړو ترڅنګ افغان بالر مجېب الرحمن هم ښه وځلیده او ۱۵ ویکیټې یې ترلاسه کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې