نړیوال کریکټ

د کریکټ نړیوالې شورا مشر له PCB چارواکو سره ګوري

د ICC یا کریکټ نړیوالې شورا مشر به په پاکستان کې د لویو غونډو احتمالي کوربه توب لپاره د پاکستان کریکټ بورډ چارواکو سره وګوري د معلوماتو له مخې چې د آي سي سي د مشر لیدنه به د پاکستان کریکټ بورډ چارواکو سره د آي سي سي په سیالیو وي پاکستان په وروستیو کې د دوه اړخیزو سیالیو کوربه توب کوي چې تر دې دمه پکې بریالي بریښې.
د آي سي سي چارواکي به د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره هم خبرې وکړې چې په پاکستان کې امنیتې حالات ښه شوي دي او که نه او په تړاو به یې ور څخه لنډ معلومات ترلاسه کړي. په ورته وخت کې پاکستان د امنیتې تدابیرو سربیره غواړي چې په پاکستان کې ټېسټ کریکټ کوربه توب وکړي او هڅه کوي چې نړیوال کریکټ یو ځل بیا دغه هېواد ته ستون کړي.
د اي سي سي رئیس شانک منوهر پاکستان ته د بنګله دېش سفر لپاره به هڅه وکړي چې تر څو بنګله دېش کریکټ بورډ موافقه وکړي چې په پاکستان کې د پاکستان په کوربه توب ټېسټ لوبې هم ترسره کړي په ورته وخت کې به د سپټمبر په میاشت کې د اسیا جام شل اورېز لوبو کوربه توب هم پاکستان وکړي خو هند کنټرول اداري BCCI له کریکټ نړیوالې شورا غوښتې چې له پاکستان څخه اسیا جام لغوه کړي او کوم بل هېواد کې دې ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې