افغانستان کریکټ

افغانستان کریکټ ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډله نن پوچیفسټروم ښار ته ورسېده

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې نولس کلنو نړیوال جام کې په لومړۍ لوبه کې کوربه سوېلي افریقا ته سخته ماته ورکړه او د سوېلي افریقا نولس کلنو ملي لوبډلې ته یې سترې ماتې ورکړه نړیوال جام تېره ورځ د سوېلي افریقا په کوربه توب پیل شو نن د افغانستان کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي دي، چې افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله نن د پوچیفسټروم ښار ته ورسېده او په دغه ښار کې به د کاناډا او متحده عربي اماراتو نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلو سره سیالۍ ترسره کړي.

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې مینوال او هېوادوال سږ کال زیات خوښ دي چې لوبډله کې یې ډېر شمېر ځوانانو ته چانس ورکړی دی او هیله لري چې افغان لوبډله به پایلوبې پورې ولاړه شي تېره ورځ د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې له بریا وروسته راشد خان وویل چې لوبډله ډېره پیاوړي ده او تر پایلوبې پورې به لار ومومي.
افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله به دویمه سیالۍ له متحده عربي اماراتو سره د همدې میاشتې په ۲۲مه نیټه ترسره کړي، افغان نولس کلنو کم عمره لوبډله به خپله دریمه لوبه له کاناډا لوبډلې سره په پوچیفسټروم ښار کې ترسره کړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې