دلوبغاړو په اړه

ډیویډ وارنر د وېرات کوهلي سره د یو ځای ډوډۍ خوړولو غوښتنه کوي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې نوموتي څیره او په انډین پریمیر لیګ کې د ګڼ شمېر مینوالو اتل ډویډ وارنر د هند لوبډلمشر او په هند غوره لیګ کې د ار سي بي لوبډلې لوبډلمشر څخه په هند کې د یو ځای خواړو خوړلو غوښتنه کړې ده د یادونې وړ ده چې د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې په ۱۰ ویکیټو هندۍ لوبډلې ته ماتې ورکړه چې ارون فېنچ او ډویډ وارنر له لوبغالي څخه ناټ اوټ ولاړل اسټرالیا او هند به دوه نورې یو ورځنۍ سیالۍ هم ترسره کړي.
ډیویډ وارنر ویلې دي، غواړي چې له لوبډلمشر وېرات کوهلي سره یو ځای خواړه وخوري. وارنر د اي پي ایل سیالیو کې د سنرایزر حېدراباد لوبډلې لپاره لوبېږي هغه ویلې دي، “زه ډېږ خوښ یم چې یو ځل بیا هند ته راستون شوي یم او خوښ یم چې یو ځل بیا په هند کې لوبېږم او زه همدا راز د هند په کوربه توب داسې احساس کوم چې ګواګې خپل کور کې لوبې ترسره کوم او مینوالو څخه هم مننه کوم.”
هغه د هندۍ لوبډلې په تړاو وویل”هند په خپل کور کې سیرزونه پر لار اچوي او دوی خوښ بریښې چې سیالۍ ترسره کوي دوی ویرات کوهلي، روهیت شرما او کیل راهول لري. توپ اچونې برخه کې بومرا دی چې یو ځل بیا له لوبډلې سره یو ځای شوي دی او د دوی په شتون کې لوبډله پیاوړي بریښې همدغه راز دوی د سریلانکا خلاف ښه سیالۍ ترسره کړي، زه هم غواړم له لوبډلمشر کوهلي سره یو ځای ډوډۍ وخورم. ټاکل شوي ده چې سبا به د سریز دویمه سیالۍ د دواړو لوبډلو ترمنځ پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې