نړیوال کریکټ

پاکستان د بنګله دېش خلاف شل اورېز لوب لړۍ لپاره لوبډله اعلان کړه

د پاکستان کریکټ بورډ د بنګله دېش خلاف راتلونکو درې شل اورېزو لوبو لپاره ۱۵ کسیزه لوبډله اعلان کړه چې دغه لوبې به د جنورۍ په ۲۴مه نیټه پیل او د جنورۍ په ۲۷مه نیټه په لاهور کې پایته ورسېږي د پاکستان په اعلان شوي ۱۵ کسیزه نوملړ کې دغه لوبغاړي نه دي اخیستل شوي اصف علي، فخر زمانحارث سهیل، امام الحق، محمد عامر، محمد عرفان او وهاب ریاض شامل دي.
د پاکستان د لوبډلې انتخابی او سر روزونکی مصباح الحق پر وینا، مونږ خپلې وروستۍ نهه سیالۍ وبایللې د لومړي مقام په توګه، چې دا د منلو وړ نه ده. هغه زیاته کړه، مونږ اړتیا لرو چې هغه ورکيدونکې لارې ته د پای ټکی کېږدو او په لوبډله کې ګټلو عادت پیدا کړو چې تر څو د راتلونکي اسیا جام او د اي سي سي ۲۰ اورېز ورلډکپ ته بشپړه لار ومومي او دې لارې زمونږ په تصمیم نیولو کې مهم رول لوبولی دی.
پاکستان کریکټ ملي لوبډلې اعلان شوي نوملړ: بابر اعظم (لوبډلمشر)، احسن علي، عماد بټ، حارث روف، افتخار احمد، عماد وسیم، خوشدل شاه، محمد حفیظ، محمد حسنین ، محمد رضوان (ویکټ کیپر) ، موسی خان، شاداب خان، شاهین شاه آفریدي، شعیب ملک، عثمان قدیر شامل دي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې