دلوبغاړو په اړه

فاف ډوپلیسیس: ای بي ډویلیرز بیرته راستنیدو ته لیواله دی

د سوېلي افریقا پخوانی توپ وهونکی او یو ځل بیا د کریکټ نړۍ راستنیدو ته لیواله لوبغاړی ای بي ډویلیرز غواړي چې له لوبډلې سره یو ځای شي د سوېلي افریقا لوبډلې لوبډلمشر فاف ډوپلیسیس ویلې دي، چې ای بي ډویلیرز لیواله دی چې یو ځل بیا له ملي لوبډلې سره یو ځای شي ډوپلیسیس پر وینا چې نوموړی به له نړیوال جام دمخه له لوبډلې سره یو ځای شي.
ډویلیرز چې په ۲۰۱۸ کال کې له کریکټ څخه تقاعد شو دا مهال په بیګ باش تجارتي سیالیو کې د بریسبین هیټ لوبډلې لپاره لوبېږي ، دغه ۳۵ کلن لوبغاړي غوښتل چې په ۲۰۱۹ نړیوال جام کې ولوبېږي خو چارواکو وویل چې دا ډېر ناوخته دی. فاف دوپلیسیس د پنجشنبې په ورځ دلته د انګلینډ خلاف دریمې ټېسټ لوبې وروسته خبرو کې وویل، مونږ وړاندې خبرې سره وکړي او زه لیواله وم، چې د نوي کوچینګ سره دا خبره شریکه کړم او د خبرې د تېر پنځوس اورېز جام راهیسې پیل شوي وي.
د سوېلي افریقا لوبډلمشر فاف دوپلیسیس پر وینا، ډي ویلیرز هم غواړي چې لوبډلې ته راستون شي، که څه هم هغه د وخت په تړاو معلومات نلري ډوپلیسیس وویل، هغه لیواله دی چې بیرته راشي. خو هغه به کله راشي په دې اړه مالومات نه لرم.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې