دلوبغاړو په اړه

اېم اېس دوني سنټرل کنټرک له لاسه ورکړ

لیکنه: بهار سمسور
هندي کریکټ بورډ بي سي سي ای د هغو لوبغاړو نوملړ خپور کړ، چې له بورډه د میاشتې معاش او نور سهلوته لري. پیلیز او د منځنۍ برخې توپ وهوونکي کېل راهل په اې کټګورۍ کې ځای خپل کړی، چې پکې تر نورو زیات سهولتونه لري. هندي بورډ لوبغاړي پر څلورو برخو ویشلي چې؛ په الف لېست کې: لوبډلمشر ویرات کوهلي، روهیت شرما، او جسټ پرهېټ بمرا چې اووه کروړه پیسې تر لاسه کوي. خو د همدې اې کټوګرۍ په دوهمه برخه کې راویچندرا ایشوي، راوېندرا جدېجا، بهونشوار کمار، چتشوار پوجارا، اجنکیا راههاني، کېل رهل، شکر دهوان، محمد شامي، ایشنټ شرما، کولدیپ یادوف او ریشاب پنټ دي چې پنځه کروړه پیسې تر لاسه کوي.

په ب لېست کې: ریډمېن ساها، اومېش یادوف، یازوېندرا چاهال، هارډېک پنډيا، ماینک اګروال چې دری کروړه پیسې به له بورډه تر لاسه کوي.
خو د سي کټګورۍ لپاره چې یو کروړ روپۍ تر لاسه کوي، کیدرجادو، ناودیپ سایني، ډيپاک چهار، مانېش پنډې، هانوما ویهاري، شاردل ټاکر، شریس ایر او واشنټن سونډر. مهندرا سېنګ دوني چې یو وخت يې د مرکزي تړون اې کټګوری کې اووه کروړه پیسې تر لاسه کولې، دا ځل د بورډ له ټولو سهولتونو محروم کړل شوی دی.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې