نړیوال کریکټ

ایرلېنډ په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې ویسټ انډیز له ګټې بیغمه کړ

د ویسټ انډیز او ایرلېنډ ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه په خورا ښه شکل ترسره شوه ، په دغه سیالۍ کې ټاس ایرلېنډ لوبډلې وګټه او د توپ وهنې پرېکړه یې وکړه ایرلېنډ په ټاکلي شل اورونوو کې د (پاول سټرلینګ) د ۹۵ او د (کېون اوبراین) د ۴۸ منډو پر مټ ۲۰۸ مندې ترلاسه کړي او ویسټ انډیز ته یې د ۲۰۹ منډو هدف په مخ کې کېښود ویسټ

انډیز لوبډلې د ایرلېنډ ورکړل شوی هدف پوره نه کړ او ډېر کم د څلورو منډو په توپير یې ایرلېنډ ته سیالي وبایلله د دواړو لوبډلو تر منځ به دوهمه شل اوریزه لوبه د جنورۍ په ۱۸ نېټه او درېمه شل اوریزه لوبه به د همدې میاشتي پر ۱۹ نېټه ترسره کړي
یاده دي وې چې ویسټ انډیز لوبډلې ایرلېنډ څخه د پنځوس اوریزو لوبو سیریز ګټلې و

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې