نړیوال کریکټ

بنګله دیش کرکټ بورډ اخیر مجبوره شو چې پاکستان ته د ټیسټ سیالیو لپاره سفر وکړي

بنګله دیش او پاکستان څه موده مخکي پر دغه موضوع سره جنجال کې و چې باید بنګله دیش د یو اوږد سفر لپاره پاکستان ته لاړ شي خو بنګله دیش کرکټ بورډ یې په ځواب کې وویل مونږ هیڅ داسی سفر پاکستان ته نه کوو چې هغه ډېر اوږد وي
د دواړو لوبډلو په مینځ کې د هندوستان د

BCCI
مشر او د (آی سی سي) مشر(شانک منوهر) یوه داسي پرېکړه وکړه چې دواړو لوبډلو ته د منلو وړه ده بنګله دیش کرکټ لوبډله به پاکستان ته د درې شل اوریزه لوبو لپاره لومړۍ سفر د جنورۍ په ۲۴ ڼېټه وکړي او خپله لومړۍ سیالۍ به د همدې میاشتې په ۲۴ نېټه په لاهور کې وکړی دوهمه لوبه به د جنورۍ په ۲۵ نېټه او دريمه شل اوریزه لوبه به د همدې میاشتې په ۲۷ نېټه ترسره کړي بیا به بنګله دیش کرکټ لوبډله خپل هیواد ته سفر وکړي د دی څخه ورسته به بیا بنګله دیش کرکټ لوبډله پاکستان ته د یوټیسټ لپاره د فیبرورۍ په ۷ نېټه راشي او په راهول پینډۍ کې به دغه ټیسټ لوبه ترسره کړي بنګله دیش به یو ځل بیا خپل هیواد ته سفر وکړي او د اپریل په درېمه نېټه به بیا د پنځوس اوریزه لوبو لپاره پاکستان ته راشي بنګله دیش او پاکستان به د پنځوس اوریزه سیالیو څخه ورسته خپله ورستۍ ټیسټ لوبه د اپریل د میاشتې په پنځمه نېټه په کراچۍ ښار کې ترسره کړي دوه ټیسټ میچونه به د آی سي سي پوري تعلق ولري او د نړیوالو اتلوالیو یوه برخه به وي اجرایوي مشر وسیم خان وویل دا د دواړو بورډونو لپاره یوه ګټونکې پایله دهد پی سی بی رییس احسان مانی وویل زه د کرکټ نړیوالي شورا د رییس (شانک مونهر) څخه مننه کوم چې یو ځل بیا یې پاکستان د دی جوګه و ګرځوه چې نړیوالي ټیسټ لوبې پکې ترسره شي

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې