لیګونه

کولنا ټایګرز په ۲۷ منډو بریا ترلاسه کړه

د بنګله دېش په تجاتي سیالیو کې د کولنا ټایګرز لوبډلې راج شاهي لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه او د یاد ټورنمټ پای لوبې ته یې لور ومونده د لوبې پچه د راج شاهي رایلز لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه د کولنا ټایګرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۸ منډې جوړي کړي نجم الحسین شانتو ۷۸ ناسوځيدلې او شمس الرحمن ۳۲ سترې منډې جوړي کړي. د راج شاهي رایلز لوبډلې له لوري محمد عرفان دوه مهم لوبغاړي وسځول.
د راج شاهي رایلز لوبډلې ټاکل شوي د ۱۵۹ منډو هدف ترلاسه نکړ په ۲۰ اورنو کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۳۱ منډې جوړي کړي د راج شاهي رایلز لوبډلې له لوري شعیب ملک ۵۰ توپونو ۸۰ سترې منډې جوړي کړي او له کولنا ټایګرز لوبډلې څخه يې په ۲۷ منډې سترې ماتې وخوړه د کولنا ټایګرز لوبډلې له لوري محمد عامر ۶ مهم لوبغاړي وسځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې