نړیوال کریکټ

مرتضی ته په اوله درجه قرارداد لوبغاړو کې ځای ورنه کول شو

د بنګله دېش کرکټ بورډ وایي د کپتان مشرفي مرتضي هم فټنس خراب شوی او هم یې باولینګ خراب شوی دی نو له همدې وجې یې له نوموړي سره اوله درجه قرارداد لاسلیک نه کړ بنګله دیش کرکټ بورډ هر میاشت په اوله درجه قرارداد کې تر ۵۰۰۰ ډالرو معاش ورکوي مشرفی مرتضی په ۲۰۱۸ م کال کې پارلمان ته کامیاب شو او له همدې وجې یې فیټنس زیات خراب شو د بنګله دیش کرکت بورډ مشر (نظم الحسین) خبریالانو ته وویل مرتضی نه غواړي چې له بورډ سره د یو قراردادې لوبغاړي په شکل لوبه ترسره کړي .
مرتضی چې په نړیوال کرکټ کې یې په ورستېو وختونوکې هیڅ ښه نتیجه ورنه کړه نو بنګله دیش کرکټ بورډ هم له لوبډلې څخه لري پاتي کړ هغه د بنګله دیش په بي پي ایل سیالیو کې ۱۲ ویکټې ترلاسه کړي او په نړیوال جام کې یې په اتو لوبو کې یوازي یوه ویکټ ترلاسه کړه نظم الحسین زیاتوي که مرتضی له کرکټ څخه تقاعد واخلي نو کرکټ بورډ ورته ښه مراسم او پرګرامونه په نظر کې نیولې دي.
ولید (خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې