نړیوال کریکټ

د هندوستان دوه پخواني لوبغاړي شاید د مشورتې کميټې (سي ای سي)غړي وټاکل شي

هندوستان کرکټ بورډ او BCCI تاید کړې چې د هندوستان دوه پخواني لوبغاړي (ګوتم ګمبیر) او (مدن لال) د دی پر اساس د دي کمیټې غړي ټاکل کيږي چې دوی ته یې په پخوانې کرکټ کې ډېرې لاسته راوړنې لرلې دي د هندوستان د نړیوال جام ګټونکي لوبغاړي به د ۲۰۲۰ م کال څخه ورسته د څلور کلونو لپاره دوی ټاکي د CAC کميټې لپاره د درېم غړي احتمال هم شته چې هغه به د هندوستان پخوانی لوبغاړی (سلیکشان نایک) وي.
کيپل ډيو د سي ای سي پخوانی مشر و هغه په خپله دوره کې (روی شاستري) د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي لپاره وټاکه مدن لالا وویل زه لا ډاډه نه یم زه د (بي سي سي آی) پرېکړې ته انتظار وباسم دا به زما لپاره ډېره خوښونکي وي چې زه د (سي ای سي) سره په کمېټه کې کار وکړم ګوتم ګمبير د دی لپاره انتخاب شوی چې هغه په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستان لپاره په شل اوریزه نړیوال جام کې ډېر ښه ولوبید.
ولید (خپلواک)

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې