
بریسبین هیټ په ۷ ویکیټو بریا ترلاسه کړه
د بیګ باش په ستر تجارتي لیګ کې نن د بریسبین هیټ لوبډله له اډلایډ سټراېکرز لوبډلې سره مخ شوه چې بریسیبن هیټ لوبډلې په اووه ویکیټو بریا ترلاسه کړه د لوبې پچه اډلایډ سټرایکرز لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه.
اډلایډ سټریکرز لوبډلې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۰ منډې جوړي کړي چې له ډلي یې تر ټولو زیاتې منډې افغان لوبغاړي راشد خان ۲۸ منډي وکړي. د بریسبین هیټ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې جیمز ۵، جاش او بین ۲-۲ لوبغاړي وسځول.
د بریسبین هیټ لوبډلې ټاکل شوي هدف په اسانۍ سره بشپړ کړ او لوبه یې له اډلایډ سټرایکرز لوبډلې څخه په ۷ ویکیټو وګټله د بریسبین هیټ لوبډلې یاد هدف ۱۵،۲ توپونو درې لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ د بریسبین هیټ لوبډلې له لوري میټ رانشوه ۵۲ او اي بي ډیولرز ۴۰ غوره منډې جوړي کړي. د اډلایډ سټرایکزر لوبډلې له لوري راشد خان، میچل نصیر او لیم هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
