افغانستان کریکټ

افغان ۱۹ کلنو ملي لوبډلې انګلینډ ۱۹ کلنو ملي لوبډلې ته په تمریناتي سیالۍ کې ماته ورکړه

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په یوې تمریناتي سیالۍ کې د انګلینډ نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ته ۲۱ منډو په توپېر سره ماته ورکړه لومړۍ توپ وهنه افغان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ترسره کړه چې افغان لوبډلې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۵ منډي جوړي کړي د افغان لوبډلې له لوري عبدالرحمن ۵۴ او محمد اسحاق ۴۳ سترې منډي وکړي، انګلینډ له لوري توپ اچونه کې بلک کولین درې مهم لوبغاړي وسځول.
د انګلینډ ۱۹ کلنو کم عمره ملي لوبډلې په ځوابي توپ وهنه کې په ۱۷۴ منډو وسځېده او له افغان نولس کلنو ملي لوبډلې څخه یې ماته وخوړه.
افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې فضل حق 3، عبدالرحمان، نور احمد او شفیق الله غفاري ۲-۲ لوبغاړي وسوځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې