
اسټرالیا په ۱۰ ویکیټو هند ته سترې ماتې ورکړه
د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې هند کریکټ ملي لوبډلې ته په پنځوس اوریزه سیالۍ کې په ۱۰ ویکیټو سترې ماتې ورکړه د دغې لوبې پچه په پیل کې اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پریکړه وکړه.
هند کریکټ ملي لوبډلې په ټاکلو ۵۰ اورنو کې د ۱۰ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۵ منډې جوړي کړي، د هندۍ لوبډلې له لوري شیکر دوان ۷۴ او لوکیش راهول ۴۷ سترې منډي جوړي کړي. د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې له لوري په توپ اچونه کې مېچل سټارک ۳، کېن ریچارډسن او پاټ کیمزن ۲-۲ همدغه راز ادم زمپا او اشټون اګر ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د هندۍ لوبډلې ټاکل شوي هدف پرته د کومې ویکيټې سوځېدو بشپړ کړ او هند کریکټ ملي لوبډلې ته یې په لومړۍ یو ورځنۍ لوبه کې ماتې ورکړه، د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې له لوري ډویډ وارنر ۱۲۸ ناسوځيدلې او آرون فېنچ ۱۱۰ ناسوځيدلې منډې وکړي.
