دلوبغاړو په اړهلیګونه

ځوان لوبغاړی قیس احمد بیګ باش لیګ کې ښه ځلیږې

ځوان افغان لوبغاړى قيس احمد د اسټراليا په کورنيو مشهوره بيګ باش سياليو کې ډير ښه لوبيږي د نوموړي توپ اچونه او توپ وهنه کې خورا مثبت تغيرات راغلى په بيګ باش سياليو کې د نړۍ مشهوره لوبغاړو په وړاندې زړوره او ښه توپ اچونه کوي چې د خپلې لوبډلې په برياوو کې د قيس مهم رول دى .
که د نوموړى په حق ظلم ونه شي نو د ملي لوبډلې لپاره به هم ښه ثابت شي .
قيس نږدې د نړۍ په ټولو تجارتي سياليو کې ولوبيده د نړۍ ستر ستر لوبغاړو يې اوټ کړل د نړيوال کرکټ پوره تجربه لري په ملي لوبډله کې ځينو مشخصو کړيو د قيس احمد مخه ډپ کړې ده او نوموړي ته ډول ډول دسيسې جوړوي .
اصغر د خپل خوري وقار او راشد د خپل ځان په خاطر قيس نه پريږي تر څو مخکې تګ وکړي ځينو افغان لوبغاړو يې په بهرينو ليګونو کې هم له هر ډول لارو کار واخيسته تر څو قيس په ليګونو کې وانه خيستل شي دغه ډلې چې څومره د قيس مخکې خنډونه جوړوي الله ج قيس ته د هغې په لس چنده د پرمختګ لاره خلاصوي .
دا څومره بد نيتي خلک دي الله ج دې ټولو ته د نيکو هدايت ورکړي .

خیرالله پرهر

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې