نړیوال کریکټ

بنګله دېش کریکټ بورډ په پاکستان کې ټېسټ سریز لوبیدو وړاندېز رد کړ

د بنګله دېش کریکټ بورډ وړمه ورځ خبریالانو ته وویل، پاکستان هېواد کې یې د ټېسټ سریز لوبیدو وړاندېز رد کړی او لوبډله به پاکستان ته یواځې د شل اورېزو لوبو لپاره سفر وکړي ټاکل شوي ده چې بنګله دېش کریکټ ملي لوبډله د همدې میاشتې په وروستیو کې د درې شل اورېزو سیالیو لپاره پاکستان ته لاړه شي.

د بنګله دېش کریکټ بورډ رئیس نجم الحسن د ایران او متحده ایالاتو ترمینځ په مینځني ختیځ کې وروستي کړکیچ ته په اشارې سره حکومت بورډ ته یوازې د لنډې مودې لپاره د ټیم استولو اجازه ورکړه.

نجم الحسن په ډهاکه کې خبریالانو ته په خبرو کې وویل، که چیرې وضعیت ښه شو نو پاکستان کې به ټېسټ لوبې هم ترسره کړي په ورته مهال د بنګله دېش کریکټ بورډ رئیس نجم الحسن به نن دوشنبه دوبۍ ته سفر وکړي او هلته به د آي سي سي له رئیس ششانک منوهر سره د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز پرېښودو احتمالي اغېزو په اړه خبرې وکړي.

ټېسټ کریکټ د دسمبر په میاشت کې د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۹ کال راهیسې بیرته پاکستان ته راستون شو کله چې دغه هیواد د دوه سیالیو لپاره د سریلانکا کوربه توب وکړ ، چې په راولپنډۍ او کراچۍ کې ترسره شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې