افغانستان کریکټ

افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس یو شمېر کار کوونکو ته ستاینلیکونه ورکړل

د افغانستان کریکټ بورډ څخه په خپره شوي خبر پاڼه کې راغلي دي، د کریکټ بورډ عمومي رئیس ښاغلي فرهان یوسفزي د کریکټ بورډ یو شمېر کار کوونکي له دې امله ستایلې دي چې غوره خدمتونه او کړنو له امله ستایلې دي او په راتلونکي کې یې هم ور څخه د غوره خدمتونو هیله څرګنده کړې ده.

خبر پاڼه کې راغلي دي، د ناستې په پيل کې د افغانستان کریکټ بورډ د ښځينه کریکټ د مسوولينو د خبرو تر څنګ د هرات د کریکټ يوې لوبغاړې نظيفه اميري د خپلو خبرو په پيلولو سره د افغانستان کریکټ بورډ له عمومي مشر ښاغلي فرهان يوسفزي “مننه” وکړه چې د دوى لپاره يې همېشه اسانتياوې رامنځته کړې چې سربېره پر دې يې له ښاغلي يوسفزي سره د دغه ولايت لپاره د کریکټ د دفتر د نه شتون، د ياد ولايت د نجونو لپاره د بوديجې د ځانګړې کولو او نورې اړوند ستونزې شريکې کړې.

د افغانستان کریکټ بورډ زیاتوي، سربېره پر دې د دغه ولایت د کریکټ یوې بلې لوبغاړې فېروزې افغان هم خبرې وکړې، د افغانستان له کریکټ بورډ یې مننه وکړه چې د دوی له هرې غوښتنې یې هرکلی کړی او د ښځو کریکټ لپاره هم ځانګړې پاملرنه کوي.

فېروزې وویل: ((کله چې هم زموږ ملي اتلان لوبې او مقامونه ګټي، په سترګو کې مې اوښکې راځي او وژاړم، چې انجونې ولې د کریکټ ملي لوبډله نه لري او موږ انجونې هم باید د افغانستان لپاره ویاړونه راوړو او خپل بیراغ د نړۍ په میدانونو کې ورپوو.))

هغې همدا راز وویل: ((د کور یوازېنۍ سرپرست مور مې بیا راته ډاډ راکړي چې تاسو هم کولی شئ او دا هر څه په وخت سره کېږي، دا دی زما نن یو ارمان پوره شو چې د کرکټ بورډ ادارې له لوري راوغوښتل شوم او د کرکټ لپاره زما کړنې ستایي او هیله لرم چې یوه ورځ په ملي لوبډله کې هم ښه وځلېږم.))

په ورته مهال کې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس فرهان یوسفزې ډاډ ورکړ چې ټولې ستونزې به حل کړي فرهان یوسفزې اغلې نظیفې امیري ته په هرات کې د کریکټ مروجولو په پار ستاینلیک ورکړ، همدارنګه یې فېروزې افغان ته هم د کریکټ تکړه لوبغاړې او په هرات کې د کریکټ مروجولو له امله د ستاینلیک ترڅنګ له خپله جېبه نغدي مرسته هم وکړه چې په راتلونکي کې یې هم ورسره د هر ډول مرستې ژمنه وکړه.

د افغانستان کریکټ بورډ زیاتوي، سربېره پر دې د افغانستان کریکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي فرهان یوسفزي د معلولینو په استازیتوب د دغې ادارې کارکوونکي عبادالله طغیان نیازي او د افغانستان کریکټ بورډ ادارې په استازیتوب د غوره کارمند ستاینلیک د دغې ادارې بل کارکوونکي عبدالله پکتاني ته ورکړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې