افغانستان کریکټ

افغانستان په نوي اعلان شوي شل اورېز درجه بندۍ کې مخکې تګ وکړ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د آي سي سي یا کریکټ نړیوالې شورا له لورې په نوې اعلان شوي درجه بندۍ کې يو ګام نوره هم مخکې تګ کړي دی افغان لوبډله په نوي اعلان شوي درجه بندۍ کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې مخکې شوي او اوم مقام یې ترلاسه کړ سریلانکا بیا د افغان لوبډلې پخوانی ځای اتم مقام ترلاسه کړی دی.
سریلانکا وروسته له هغې په نوي اعلان شوي درجه بندۍ کې وروسته تګ وکړ چې څو ورځې وړاندې یې د هند په کوربه توب په هند کې له هندۍ لوبډلې څخه په شل اورېزه لوب لړۍ کې ماته وخوړه هند او سریلانکا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ لومړۍ سیالۍ د باران اورښت له امله بې پایلې اعلان شوه.
په لومړي مقام کې پاکستان کریکټ ملي لوبډله، په دویم مقام کې اسټرالیا او په دریم مقام کې د انګلیډ ملي لوبډله قرار لري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې