لیګونهنړیوال کریکټ

بیګ باش لیګ کې ذاهیر خان خپل سفر پایته ورسوه

د اسټرالیا ستر تجارتي لیګ (بیګ باش) کې د افغان لوبډلې پیاوړي سپینر توپ اچونکي ذاهیر خان سفر ته د پای ټکی کیښود د نوموړي اړوند بریسبین هیټ لوبډلې وړمه ورځ خپله وروستۍ لوبه ترسره کړه او ذاهیر خان مخکې تګ څخه پاتې شو همدا راز بل افغان لوبغاړي محمدنبي عیسخېل هم بنګله دېش لیګ څخه د اسټرالیا پر لور ولاړ او د میلبورن رینګیاډیز لوبډلې سره یو ځای شو چې نن به د راشد خان اړوند لوبډلې پر وړاندې ولوبېږي.
د ذاهیر خان لوبډلې پر خپل رسمي ټویټر اکاونټ یو انځور خپور کړې وه چې پکې د ذاهیر خان د خدای په امانۍ انځور خپور شوي وه همدغه راز ذاهیر خان هم په خپل فېسبوکپاڼه د خپل سفر پایته رسیدو خبرداری ورکړی وه او ویلي وه چې زما له لوبو څخه به مو خوند اخیستې وي.
د یادونې وړ ده چې افغان لوبغاړي ظاهر خان په بيګ باش لیګ کې ۸ لوبې ترسره کړې او ۸ ويکټې یې ترلاسه کړې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې