نړیوال کریکټ

سریلانکا له هند څخه په شل اورېز سیریز کې ماتې وخوړه

د سریلانکا کریکټ ملي لوبډله هند ته د یو کوچنی سفر په ترڅ کې راغلي وه، د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې د هند په کوربتوب په هند کې د درې شل اورېزو لوبو لړۍ په لار اچولي وه چې له هند څخه یې ماته وخوړه او د هند څخه به بیرته خپل کور ته ناهیلې لاړه شې. په دریمه شل اورېزه لوبه کې د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې پچه وګټله او لومړۍ یې د توپ اچونې پريکړه وکړه.
هند په ټاکلو ۲۰ اورنو کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۱ منډې جوړې کړي چې د هند کریکټ ملي لوبډلې له لوري لوکیش راهول ۵۴، شیکر دوان ۵۲ او مانیش پانډیا ۳۱ ناسوځېدلي منډې جوړې کړي. د سریلانکا له لوري توپ اچونه کې لکشن ۳، وینندو او کمارا ۱-۱ لوبغاړی وسځوه.
سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ټاکل شوي هدف بشپړ نکړ او له هند څخه یې په شل اورېز سیریز کې ماته وخوړه د سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ۱۵.۵ توپونو د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۳ منډې جوړې کړي. د سریلانکا له لوري توپ وهنه کې ډنینجا ډی سلوا ۵۷ سترې منډې جوړې کړي چې تر نورو ښه وځلید خو لوبډلې یې بریا ترلاسه نه کړه. نودیپ ثنا درې، شارډل ټاکور او واشنګټون سینډار ۲-۲ لوبغاړي وسځول.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې