نړیوال کریکټ

د هند نولس کلنو کم عمره لوبډلې نوملړ کې تغیرات راغلل

د هند نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې په خپل نوملړ کې تغیرات راوستل هندۍ لوبډلې چې په سوېلي افریقا کې یې څلور اړخیزه لوبلړۍ وګټلې او په روان میاشت کې د راتلونکي نولس کلنو کم عمره نړیوال جام ته خورا ښه تمرینات ترسره کوي خو په لوبډله کې یې تغیرات څرګندېږي.
د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاړی الراونډر دیویش جوشي د سوېلي افریقا پر وړاندې یو ورځنۍ تمریناتې سیالۍ کې خپله اوږه ټپي کړې ده چې اوس له لوبډلې کیښنول شوي او پر ځای به یې لوبډلې ته مهاراشټر کرکټر سدش راشي د هند کریکټ ملي لوبډله به خپله لومړۍ سیالۍ له سریلانکا نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې سره د جنورۍ پر ۱۹مه نیټه پیل کړي.
د نولس کلنو نړیوال جام کې د هند نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې څخه خورا لوړې تمې کېږي چې دوی دغه جام وګټې که څه هم هندۍ لوبډله چمتو ښکاري دا به وخت څرګنده کړي. هندۍ لوبډلې نوملړ: د نړیوال جام لپاره د هند U19 لوبډله:
پریم ګارګ (لوبډلمشر) ، یاشسوي جاسوال ، تلک ورما ، دیویانش سکسینا ، دروو چند جوریل (ویکټ ساتونکی) ، شاشوت راوت ، سدېش ویر ، شوبنګ هیګډي ، روی بشنوئی ، آکاش سینګ ، کارتیک تیاګي ، اترووا انکولیکر (ویکټ کیپر) ، سوشانت مشرا ، ودیادرت پتیل.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې