نړیوال کریکټ

اسټرالیایي کریکټ ملي لوبډله هند ته د لوبو لپاره سفر کوي

د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډله چې په ۲۰۲۰ کال کې په ډېرو سریزونو بوخته ده، دا ځل به په هند کې د هند په کوربتوب درې پنځوس اورېزو سیالیو لپاره هند ته سفر وکړي.
د اسټرالیایي رسنیو پر وینا چې دغه لوبې به د هند په کوربتوب د هند په ممبۍ ښار کې ترسره شي ټاکل شوي ده چې دغه لوبې د جنورۍ پر ۱۴مه نیټه پیل او د جنورۍ په ۱۹مه نیټه پایته ورسېږي. د یادونې وړ ده چې هند تېره ورځ میلمه سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ته په شل اورېز سیریز کې ماته ورکړه.
د اسټرالیا کریکټ ملي لوبډلې د یادو درې پنځوس اورېزو سیالیو ته بشپړ چمتوالی ښودلی او ویلې یې دۍ چې هند کریکټ ملي لوبډلې ته به په خپل کور کې ماته ورکړي بل لوري ته هند کریکټ لوبډله هم خوښه بریښې چې خپل ستر سیال اسټرالیا سره یې لوبلړۍ په خپل کور کې ترسره کېږي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې