
وېسټ انډېز ایرلنډ ته په ۵ ویکیټو ماته ورکړه
وېسټ انډېز ایرلنډ ته په پنځو ویکیټو ماته ورکړه د لوبې پچه ایرلنډ کریکټ ملي لوبډلې وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه ترسره کړه ایرلنډ په ۴۶.۱ اورنو کې د ټولو لوبغاړو په زیان ۱۸۰ منډې وکړې، چې له ډلي یې لورکن ټیکر ۳۱ او مارک اډر ۲۹ منډې جوړې کړې.
د وېسټ انډېز له لوري توپ اچونه کې الزیرا جوسف ۴، شارډل کرټیل او هادین ولش ۲-۲ همدغه راز روسټن چیس ۱ لوبغاړی وسځوه. وېسټ انډېز کریکټ ملي لوبډلې د ایرلنډ له لوري ټاکل شوي هدف په ۳۳.۲ اورنو کې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او ایرلنډ ته یې پنځوس اورېزه سیالۍ کې ماته ورکړه. د وېسټ انډېز له لوري ایون لیوس ۹۹ ناسوځیدلې برینډون کینګ ۲۰، نیکولاس پارون ۱۷ او روسټن چیس ۱۹ منډې وکړې.
ایرلنډ له لوري توپ اچونه کې سمیع سینګ ۲، انډی مکبراین او بری ۱-۱ لوبغاړو له مخې پورته کړ، د لوبې غوره لوبغاړی ایون لیوس ونومول شو نوموړي ۹۹ ناسوځیدلې منډې جوړې کړې ټاکل شوي ده چې وېسټ انډېز له ایرلنډ سره درې شل اورېزې او درې پنځوس اورېزې سیالۍ د ایرلنډ په کوربتوب ترسره کړې.
