دلوبغاړو په اړه

ویرات کوهلي په شل اورېز کریکټ کې په خپل نوم یو بل ریکارډ ثبت کړ

د هندوستان کریکټ ملي لوبډلې وړمه شپه د سریلانکا سره دویمه سیالۍ ترسره کړه چې هندۍ لوبډلې پکې بریا خپله کړه او سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ته یې ماتې ورکړه، د هند لوبډلې لوبډلمشر ويرات کوهلي په دغه لوبه کې په شل اورېز کریکټ کې په خپل نوم یو بل نوي ریکارډ جوړ کړ.
ویرات کوهلي له ایم ایس ډوهني وروسته دویم لوبغاړی شو چې په شل اورېز کریکټ کې د لوبډلمشر په توګه ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې له دې وړاندې د هند پخواني ویکټ ساتونکي او لوبډلمشر ایم ایس ډوهني په هندۍ لوبډله کې دغه ریکارډ په خپل نوم کړې وه چې اوس دغه ریکارډ کوهلي د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر په توګه ثبت کړ.
کوهلي د کپتان په توګه په ۳۰ اننګزونو کې ۱۰۰۰ منډې جوړې کړې، ویرات کوهلي د سریلانکا پر وړاندې تېره شپه په دویمه شل اورېزه لوبه کې ۳۰ ناسوځيدلې منډې جوړې کړې د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اورېزه لوبه د باران له امله بې پاېلې پایته ورسیده وروستۍ شل اورېزه لوبه به د جمعي په ورځ ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې