
هندوستان د ليسيت ملینګا چلینج مات کړ
دهندوستان په کوربتوب سریلانکا په دوهمه شل اوریزه لوبه کې یو سخته ماته وخوړه
په دغه سیالۍ کې ټاس هندوستان وګټه او د توپ اچونې پرېکړه یې وکړه او سریلانکا ته یې د توپ وهنې بلنه ورکړه
سریلانکا په ټاکلي شل اورونو کې د ۹ لوبغاړو په سوځيدو یوازي ۱۴۲ منډې ترلاسه کړي
هندوستان یاد هدف په ۱۸ اور کې پوره کړ د هندوستان لپاره په توپ وهنه کې (کېل راهول) ۴۵ او کيپتان (ویراټ کوهلې) بیا ۳۰ مندې تر لاسه کړي
د سریلانکا اوسني کیپتان لیسیت ملینګا د لومړۍ شل اوریزي د پيل څخه مخکي ويلي و چې هندوستان نه به په خپل کور کې سیریز ګټې خو لیکن ونه تونیدل

هندوستان کرکټ لوبغاړو ملینګا د پيل څخه ټارګېټ کړې و او په ۴ اورونو کې ترې ۴۰ منډې واخیستې دهندوستان او سریلانکا ترمنځ لومړۍ شل اوریزه لوبه د اورښت له امله مساوي پای ته ورسیده
که چیرته هندوستان کرکټ ملي لوبډله په راتلونکي شل اوریزه سیالۍ کې بریا ترلاسه کړي نو د یاد سیریز ګټونکي به شي
ولید (خپلواک)