دلوبغاړو په اړهلیګونه

له راشد خان وروسته، هاریس روف په بي بي ایل کې د میلبورن ستورو لپاره هېټریک وکړ

نن په بیګ باش تجارتي لیګ کې دوه هېټریکه ترسره شول، یو هم افغان لوبغاړي راشد خان ترسره کړ چې په درې توپونو یې پرله پسې درې ویکیټې ترلاسه کړي دا د راشد خان دریم ځل دی چې په دې لیګ کې هېټریک ترسره کوي بل هم پاکستانې توپ اچونکي هاریس روف په درې توپونو مسلسل ډول درې لوبغاړي له مخې پورته کړ.
هاریس روف په وروستې اور کې د میتو ګیلیکس ، کالم فرګسن او ډینیل سمس ویکيټې ترلاسه کړي او په دې توګه یې هېټریک ترسره کړ افغان لوبغاړي راشد خان د سیډني تندرز پر وړاندې هېټریک ترسره کړ چې په دې سره نن یو ځل بیا راشد خان دا ثابته کړه چې هغه په لیګونو کې ترټولو غوره لوبغاړی دی.
راشد خان په یو اور کې دوه لوبغاړي وسځول چې وروسته یو ځل بیا راشد خان د توپ اچونې لپاره غوره شو چې راشد خان په لومړي توپ د ډینیل هوګز ویکیټه ترلاسه کړه او په دې سره یې هېټریک په خپل نوم ثبت کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې