دلوبغاړو په اړه

د راشد خان ۲۰۲۰ کال کې کوم ریکارډونه جوړ کړل؟ دلته یې ولولئ

د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی الراونډر راشد خان نه یواځې په افغانستان دننه ګڼ شمېر مینوال لري، بلکې په بیلابیلو هېوادونو کې مینوال لري خو زیات شمېر مینوال یې به په تجارتي لیګونو کې دي نوموړی ځکه په تجارتي لیګونو کې ګڼ شمېر مینوال لري چې هغه د ښيې لوبې ترسره کولو ریکاډونه هم جوړوي او نندارچینان ګوته په غاښ کوي.
هغه په ۲۰۲۰ کال کې دغه ریکارډونه جوړ کړې دي، هغه نن په بیګ باش تجارتي لیګ کې هیټرېک ترسره کړ چې دا د نوموړي دريم هیټرېک دی چې په بیګ باش لیګ سیالیو کې یې ترسره کوي چې دا د نوموړي له لوري یو ریکارډ دی او بل دا چې دا لومړنی افغان لوبغاړی دی چې درې هټیرېکه ترسره کوي چې تر دې دمه کوم افغان لوبغاړي نه دې ترسره کړې.
همدا راز لومړنی بالر دی چې په ۲۰۲۰ کال کې لومړنی هیټرېک ترسره کوي دویم بالر بیا پاکستانی توپ اچونکی هارس روف دی چې هغه هم نن بیګ باش لیګ کې هیټرېک ترسره کړ راشد خان تر دې وړاندې په دغو سیالیو کې یو ډول بیټ کارولی وه چې په دې سره یې مینوال حیران کړل چې د بیټ شا یې اوښ ته ورته ډول درلود.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې