نړیوال کریکټ

ګوتم ګمبېر وایي ټیسټ کرکټ باید په څلور ورځینيو لوبو بدل نشي

د هندوستان کرکټ پخواني اوپنر توپ وهونکی( ګوتم ګبمېر) د آی سي سي له پرېکړې څخه خوښ نه دی ګوتم وايي ټیسټ کرکټ یواځينۍ لوبه ده چې د کرکټ د مينوالو ورسره پوره ساعت تېر وي ګوتم د ټايمز اف ورځپاڼې سره په یو مرکه کې وویل زه د کرکټ نړیوالې شورا د دغې پرېکړې سره موافق نه یم زه ډېر ناهيلې شوم چې کله آی سي سی په خپله ورستۍ ناسته کې وویل چې له ۲۰۲۳م کال ورسته به ټیسټ کرکټ په څلور ورځينې کرکټ بدل شي دا یواځي زما لپاره خواشېنونکی نه ده بلکی د نړۍ مخکښ مبصرين او لوبغاړي ورسره خلاف دي دڅلور ورځنۍ ټیسټ نظریې په اړه د پخوانیو کرکټرانو او متخصصینو لخوا نږدې ټولیز منفي عکس العمل شتون لري أی سي سي ددې نظر تجربه کړې ځکه چې سویلي افریقا زیمبابوې او انګلستان په وروستي 2 کلونو کې په څلور ورځنۍ ټیسټ لوبو کې ایرلینډ سره لوبه کړې

خو په دواړو ټیسټ سیالیو کې د سیالانو د کیفیت توپیر د دې ښکارندویي کوي چې سیالۍ یې په سم ډول ترسره نه شوي او ډېري په مساوي ډول پای ته ورسیدې له دې دمخه د هندوستان کپتان ویراټ کوهلي هم د څلور ورځنې ټیسټ مفکورې مخالفت وکړ او یادونه یې وکړه چې پنځه ورځينۍ  ټیسټ لوبې هغه ته ځانګړې دي او هغه له دې څخه کرکه کوي چې آی سي سي دغه ډول لوبې لنډې کړي آی سي سی یا د کرکټ نړیواله شورا غواړې چې له ۲۰۲۳ م کال ورسته د ټیسټ کرکټ فارمټ بدل کړي چې دا د ځینيو هيوادونو لپاره د خوښۍ خو د ډېرو لپاره بیا د ناهيلۍ خبره ده

لعل خان ګوهر

لعل خان ګوهر پکتیکا ولایت یوسف خیل ولسوالی میست کلی اوسیدونکې دافغان کریک انفو بنسټګر

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې