نړیوال کریکټ

هند نن دوېمه شل اورېزه لوبه له سریلانکا سره پیلیوي

نن ماښام ۶:۰۰ بجې هند کریکټ ملي لوبډله له سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې سره دوېمه شل اورېزه لوبه ترسره کوي د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اورېزه لوبه د باران له امله بې پایلې اعلان شوه.
ټاکل شوي ده چې هند به له سریلانکا سره درې شل اوریزې سیالۍ ترسره کوي چې دغه سیالۍ په هند کې د هند په کوربه توب ترسره کېږي، که چيرې نن هر یوې لوبډلې بریا خپله کړه او په بله لوبه کې بلې لوبډلې بریا خپله کړه نو د دواړو لوبډلو ترمنځ به شل اورېزو سیالیو لړۍ مساوي پایته ورسېږي په ورته وخت کې د هوا پېژندنې ادارې خبر ورکړې دی، چې د سه شنبې ورځ به د باران امکان ونه اوسې او داوړه لوبډلې به دوېمه شل اورېزه سیالۍ ترسره کړې.
د هوا پېژندنې ادارې رئیس افسر بهشا وویل، د ۹ بجو وروسته به په میدان کې شبنم راڅرګند شې چې له همدې امله به په دوهم اننګز کې د لوبغاړو لپاره ستونزې رامنځته شې نو که نن هره یوه لوبډله پچه وګټې امکان شته چې لومړۍ توپ وهنه ترسره کړې بل لوري ته د میدان چارواکو ویلې دي چې په لوبغالي کې یې ځانګړي کیمیاوي سپری شیندلې ده چې لوبغالی به د شبنم اغیزو څخه خوندي کړي د دواړو لوبډلو ترمنځ به وروستۍ لوبه د جنورې په ۱۰مه نیټه ترسره شې.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې