نړیوال کریکټ

هندوستان په ۷ ویکیټو سریلانکا ته ماته ورکړه

نن ماښام د هند کریکټ او سریلانکا کریکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه شل اورېره سیالۍ ترسره شوه چې هند سریلانکا کریکټ ملي لوبډلې ته په ۷ ویکیټو ماته ورکړه په ورته مهال د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ شل اورېزه لوبه د باران اورښت له امله بې پاېلي اعلان شوي وه.
د لوبې په پیل کې کوربه هند پچه وګټله او لومړۍ یې توپ اچونه غوره کړه، سریلانکا په ټاکلو شل اورنو کې د ۹ لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۲ منډې وکړې چې سریلانکا له لوري کوشال پریرا ۳۴، دنیشکا ۲۰ ایوشکا فرینډون ۲۲ منډې وکړي.
هندۍ لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شردل ټاکور ۳، او نادیپ ثینا او کلدیپ یادو ۲-۲ لوبغاړي وسځول. د سریلانکا له لوري ټاکل شوي هدف د هندۍ لوبډلې له لوري په ۱۷.۳ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ او سریلانکا ته یې په دویمه شل اورېزه سیالۍ کې په ۷ منډو ماته ورکړه.
هند کریکټ ملي لوبډلې له لوري لوکیش راهول ۴۵، شیکر دهوان ۳۲، شیریس لایر ۳۴ او ویرات کوهلي ۳۰ ناوسځیدلې منډې وکړې. د سریلانکا له لوري توپ اچونه کې وینندو ۲ او کماره ۱ لوبغاړی وسځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې