لیګونه

د IPL پای لوبه به د مۍ په ۲۴مه، ماښام 7:30 بجې پیل شې

د هندوستان ستر تجارتي لیګ آي پي آیل یو د نړۍ له مشهورو لیګونو څخه دی او په نړۍ کې بې شمېره مینوال لري چې د نړۍ په لیګونو باچاهي ترسره کوې او تر اوسه پورې کوم لیګ نه دی توانیدلې چې د دغه لیګ ځای ونیسې. د ۲۰۲۰میلادي کال آي پي آیل لیګ به په راتلونکي مارچ میاشتې په ۲۹مه نیټه پیل شې د دغه لیګ لومړۍ لوبه به د ممبې په وانخیدی سټیډیم کې ترسره شې دغه لیګ به نږدې ۵۷ ورځې دوام وکړي.
د معلوماتو له مخې چې د دې لیګ پای لوبه به د مۍ په ۲۴مه نیټه د ماښام د هند پر وخت ۷:۳۰ بجې پیل شې په ورته مهال د آي پي آیل سیالیو بشپړ مهالویش نه دی په ډاګه شوي چارواکي وایي چې په راتلونکي اي پي ایل سیالیو کې به کومه ستونزه ونه اوسې سرچینې زیاتوې چې د آي پي ایل پیل سیالۍ به سهار د هند پرمهال ۷:۳۰ بجې پیل شې بل لوري ته داسې انګرنې هم موجودې دې چې راتلونکي آي پي ایل سیالیو لومړۍ لوبه ماښام ترسره شې په هر حال دا به وخت ثابته کړې.
چارواکي زیانوي چې دوی به یو مناسب وخت وټاکې یعنې داسې وخت به وټاکې چې خلک له دندو څخه اوزګار شې او ترڅو لوبغالي ته پر وخت راشې د یادونې وړ ده چې تېر کال د دغو سیالیو اتلولي د ممبې انډیانز لوبډلې ګټلې وه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې