افغانستان کریکټ

د افغانستان نولس کلنو ملي لوبډلې ۲۰ سیالۍ پر تلوېزون ښودل کېږي

د افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې ۲۰ سیالۍ پر تلوېزون خپرېږي، د مالوماتو له مخې چې دغه لوبې به په افغانستان کې پر ملي سپورټ تلویزون وښودل شې د ۲۰۲۰ کال نولس کلنو کم عمره ملي لوبډلې نړیوال جام کوربه توب سوېلي افریقا کوي.
هېره دې نه وې چې افغانستان به لومړۍ سیالۍ د کوربه سوېلي افریقا نولس کلنو کم عمره کریکټ ملي لوبډلې سره پیل کړې چې دغه سیالۍ به په ملي سپورټ تلوېزون په ژوندۍ بڼه خپره شې په نړیوال جام کې به ټولټال ۴۸ لوبې ترسره شې.
افغانستان نولس کلنو کم عمره ملي لوبډله وار دمخه سوېلي افریقا ته تللي او هلته خپل تمرینات او ترڅنګ یې تمریناتې سیالۍ ترسره کړې دي چې لومړۍ تمریناتې سیالۍ یې د باران اورښت له امله ترسره نه شوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې