افغانستان کریکټ

افغان لوبغاړي به راتلونکي اونۍ دوبۍ ته ځې

د افغانستان کریکټ بورډ چې د څو ورځې راهیسې د هېوادوالو او د افغان کریکټ مینوالو له لوري د نیوکو او ورڅخه د لوبغاړو تمریناتي کیمپ او د لوبډلو لپاره د سیرزونو غوښتنه کوله چې بلاخره نن د لوبغاړو نوملړ په ډاګه شو چې له هېواده بهر به تمرینات پیل کړي.

د دغه تمریناتو څخه د افغانستان کریکټ بورډ موخه دا ده، چې لوبغاړو شته ستونزې، مهارت لوړولو، فزیکي جوړښت او فټنس جوړ شې چې ټاکل شوي ده راتلونکي اونۍ افغان لوبغاړي دوبۍ ښار ته لاړه شې او هلته تمریناتې کیمپ کې برخه واخلې. د یادونې وړ ده چې دغه تمریناتې کیمپ به د جنورې ۱۲مې نیټې څخه پیل شې او د جنورې تر ۲۵ نیټې پورې به دوام وکړې. په نوملړ کې اصغر افغان، حضرت الله ځاځی، ګلبدین نایب، سمیع الله شینواری، نجیب ترکی، رحمت شاه، شاپور ځدران، کریم جنت، یامین احمدزی، نجات مسعود، رحمان الله ګربز، فرید ملک، نوین الحق، عثمان غني او درویش رسولي شامل دي.
دغه تمریناتې کیمپ به شاو خوا دوه اونۍ دوام وکړې چې پکې به پورته یاد شوي لوبغاړي شتون ولري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې