افغانستان کریکټ

افغانستان کریکټ ملي لوبډله د ایرلنډ کوربتوب کوي

د معلوماتو له مخې چې افغانستان کریکټ بورډ به په روان زږدېز کال د مارچ په میاشت کې د ایرلنډ لوبډلې کوربتوب کوي دغه لوبې به په هند کې د افغانستان په کورتبوب ترسره شې چې درې شل اوریزې لوبې دي د یادولو وړ ده چې نن د افغانستان کریکټ بورډ ۱۹ کسیزه لوبډله اعلان کړه دغه نولس کسیزه لوبډله د تمریناتو او همدغه راز د مهارت لوړولو، تکړښت او فزیکې جوړښت (فټنس) په موخه د محتده عربي اماراتو ښار ته سفر وکړي.
د یادونې وړ ده چې افغانستان به په سپټمبر میاشت کې آسیا کپ سیالۍ ترسره کړې او په اکتوبر میاشت کې به بیا شل اورېز نړیوال جام ترسره کړې چې له دې وروسته به افغان لوبډله له اسټرالیا سره وروسته یوه ټېسټ لوبه د نومبر میاشت کې پیل کړې تر اوسه په دې تړاو مالومات نشته چې دغه لوبې به په کومه نیټه ترسره شې.
د کریکټ بورډ له لوري اعلان شوي ۱۹ کسیزه لوبډله به په راتلونکي اونۍ کې دوبۍ ښار ته سفر وکړي چې تر ۲۵ جنورې پورې به دوام وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې