افغانستان کریکټ

احمد شاه پکتین د ۱۹ کلنو ځوانانو نړیوال جام د لوبڅارۍ لپاره سوېلي افریقا ته روان شو

د افغانستان کریکټ بورډ پر وینا، چې د افغانستان څخه پیاوړی لوبڅار احمد شاه پکتین د نولس کلنو ځوانانو نړیوال جام د لوبڅارۍ لپاره سوېلي افریقا ته روان شو احمد شاه پکتین به د نړیوال جام پر مهال په رسمي او تمریناتي سیالیو کې د نړۍ د نورور مخکښه لوبڅارانو ترڅنګ لوبغالي کې دننه او د احتیاطي لوبڅار په توګه دنده ترسره کړي.
افغانستان کریکټ بورډ پر وینا پکتین به د نړیوال جام پر مهال د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۲مه او ۱۴مه نېټه په رسمي تمریناتي سیالیو کې د انګلستان او زمبابوې او بیا د نایجیریا او سوېلي افریقا ترمنځ لوبو کې لوبڅاري وکړي دغه راز به نوموړی د نړیوال جام په ۲ رسمي سیالیو کې هم لوبڅاري وکړي چې دغه د نړیوال جام دواړه سیالۍ به د جنورۍ په ۱۸مه او ۱۹مه نیټو ترسره شي چې پکې به دواړو لوبو کې دفاعي اتله هندوستان د سریلانکا او د جاپان ۱۹ کلنو کرکټ ملي لوبډلو پر وړاندې لوبې وکړي.
افغانستان به د نړیوال جام پرمهال په دوه رسمي تمریناتي لوبو کې د جنورۍ په ۱۲مه نېټه له انګلستان او په ۱۴مه نیټه له هندوستان سره سیالۍ وکړي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې