لیګونه

ټام بټن په بیګ باش لیګ کې په یوه اور کې ۵ شپږیزې ووهلي ، ویډیو وګورئ:

د بیګ باش لیګ کې په روانو شل اورېزو سیالیو کې نن د اورښت له امله ۸ اوره سیالۍ ترسره شوه چې د برسبین هیټ لوبډلې په پیل کې د لوبې پچه وګټله او لومړۍ یې توپ وهنه ترسره کړه برسبین هیټ لوبډلې په ۸ اورنو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۹ منډې جوړې کړي. د برسبین هیټ لوبډلې توپ وهونکي ټام بټن په یو اور کې پنځه شپږېزې سر په سر ووهلي او په ۱۹ توپونو یې ۵۶ منډې جوړې کړي همدا راز د برسبین هیټ لوبډلې لپاره کریس لین ۳۱ منډې جوړې کړي.

د سیډني تندر لوبډلې ۱۲۰ منډو په تعقیب کې ټاکل شوي هدف بشپړ نکړ، او سیالۍ یې وبایلله برسبین هیټ لوبډلې دغه سیالۍ په DLS میتود سره په ۱۶ منډو وګټله سیډني تندر لوبډلې په پنځه اورنو کې د ۴ لوبغاړو په زیان سره ۶۰ منډې جوړې کړې. د سیډني تندر لوبډلې لپاره عثمان خواجه ۱۱، الیکس هلیز ۲۰ او او ډنیل سمس ۱۰ منډې جوړې کړې خو په لوبه کې یې بریا خپله نکړه.

د برسبین هیټ لوبډلې لپاره توپ وهنه کې افغان لوبغاړي ذاهیر خان ۱، جیک ۲ او بین لین ۱ ویکیټه ترلاسه کړه.
https://twitter.com/BBL/status/1214132302655025153?s=20

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې